د پاکستان لومړي وزیر د ایران له ولسمشر سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102574-د_پاکستان_لومړي_وزیر_د_ایران_له_ولسمشر_سره_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټيلي فوني خبرې وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2021 23:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر د ایران له ولسمشر سره خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټيلي فوني خبرې وکړ .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د ملت لخوا د هغه د ولسمشر د انتخابولو په هکله  د مبارکۍ په ویلو سره هیله وکړه زر د ایران له منتخب ولسمشر سره د کتنې امکان برابر شي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران له منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په ټيلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډو موضوګانو ته په اشارې سره وویل مونږ د افغانستان په حالاتو او په اوږد جنګ کښې د دغه هیواد په ښکیلیدا اندیښمن یوو .

عمران خان د افغانستان د کړکیچ دحل ترټولو ښه لاره سیاسي وبلله او په اوسنیو شرایطو کښې سیاسي حل لارې ته رسیدل یې سخت وباله .

د ایران منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د ټیلي فوني تماس او د دغه هیواد د حکومت او د ملت د مبارکۍ د پیغام د مننې په ترڅ کښې د اسلام اباد او د تهران ډول ډول او پراخ ظرفیتونه او د دواړو ملتونو نږدې پیوندونه په بیلابیلو ډګرونو کښې د ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره مناسبه زمینه وبلله .

د ایران نوي ولسمشر رئیسي پایداره امنیت ته رسیدل یوازې د سیمې د هیوادونو د ګډون له لارې عملي وبلل او ویې ویل تجربې ښودلي ده چې پردیو هیوادونو د امنیت د رامینځته کولو په پلمه د ناامنۍ تخم شیندلی دی او هغوې بې ثباتۍ سیسټاماټیکه کوي .

هغه فلسطین د اسلامي دنیا د پیوستون رمز وباله او د فلسطین له مظلوم ملت څخه اغیزشیندونکي او پرله پسې دفاع  یې د سیمې د امنیت د پایدارۍ ضامن وبلله .

د ایران منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د افغانستان په حالاتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل د افغانستان امنیت زمونږ لپاره مهم دی او دغه امنیت باید د افغانانو لخوا ټینګ شي .