د فوځي همکاریو لپاره د ترکیې او د پاکستان موافقه
Jul 06, 2021 07:28 Asia/Kabul
ترکیه او پاکستان د فوځي همکاریو د پراختیا په لړ کې موافقې ته رسېدلي دي.
د پاکستان د فوځ د اطلاع رسونې څانګه اعلان وکړه چي د ترکیې د ځمکنیو ځواکونو قومندان جنرال امید دوندار تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د فوځ له لوي درستیز جنرال قمر جاوید باجوا سره ولیدل.
امید دوندار او قمر جاوید باجوا د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په اړه خبري وکړې او د ترکیې او پاکستان تر مینځ د امنیتي او دفاعي همکاریو په زیاتوالې ټینګار وکړل.
د ترکیې او د پاکستان جګپورو فوځي چارواکو د دواړو هیوادونو تر مینځ د فوځي همکاریو په تیره بیا د تروریسم سره د مبارزې او د روزنیزو چارو په اړه موافقې ته سره ورسېدل.
ټیګونه