د پاکستان او امریکا چارواکو د افغانستان په هکله بحث وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټیلي فوني خبرو کښې د افغانستان د حالاتو په هکله غور وکړ .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل اسلام اباد هیله لري امریکا او خارجي ځواکونه له افغانستانه په مسوولانه ډول وتلو سره د دغه هیواد د سولې د بهیر د نهایي او فاینل پړاو له بشپړیدا سره مرسته وکړي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته وویل په افغانستان کښې اوږد مهله امنیت د افغانستان د مشرانو ، د سیمې د لوبغاړو او د نړیوالې ټولنې یو(۱) ګډ مسولیت دی .
له افغانستان څخه په مسوولانه ډول وتلو لپاره له امریکا څخه د پاکستان غوښتنه په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د پارلمان د خارجي اړیکو د کمیټۍ په غونډې کښې په ګډون سره ویلي دي امریکا د نویمې (۹۰)میلادي لسیزې د غلطۍ د تکرارولو په حال کښې ده او د افغانستان په بحث کښې د واشنګټن کړچار نور د اسلام اباد لپاره د درک وړ نه دی .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي اسلام اباد د سولې لپاره مګرتیا ته ژمن دی خو په هیڅ شخړې کښې به له امریکا سره شریک نشي .