د افغانستان د سولې دتامینیدا لپاره غوره لاره سیاسی خبرې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102870-د_افغانستان_د_سولې_دتامینیدا_لپاره_غوره_لاره_سیاسی_خبرې_دي
 د پاکستان خارجه وزیر له دې مخکې وئيلي وو،  په افغانستان کې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا  دمخنیوي لپاره باید قدرت وویشل شي .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 11, 2021 08:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې دتامینیدا لپاره غوره لاره سیاسی خبرې دي

 د پاکستان خارجه وزیر له دې مخکې وئيلي وو،  په افغانستان کې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا  دمخنیوي لپاره باید قدرت وویشل شي .  

 فارس خبری آژانس  راپور ورکړی ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام اباد کې په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  په افغانستان کې د سولې دټينګیدا لپاره تر ټولو ښه آوزار سیاسی حل لاره ده ، ټينګار کړی ،د اسلام اباد حکومت  هڅه کوي ، د طالبانو او دافغانستان دمشرانو ترمینځ ارتباط ټینګ کړي .

 قریشي زیاته کړې ، پاکستان هیله مند دی ، چې د افغانستان لوړپوړي مشران  د خبرواترو له لارې دسیاسی حل لارې دموندلو لپاره یو ځاي کیښني.

 هغه ووئیل  په دې اړه ئې له خپلو ازبکستاني او تاجیکستاني همڅنګو سره هم خبرې اترې کړي دي . د پاکستان خارجه وزیر وئیلی دي ،  په افغانستان کې سوله به  د ډيپلوماټیکو اړیکو له زیاتیدا او همداراز د  اقتصاد اوټرانزیټ په تیره بیا په مینځنۍ آسیا سیمې کې د اقتصادي چارو له پراختیا سره ډيره مرسته وکړي .

 د پاکستان خارجه وزیر له دې مخکې وئيلي وو،  په افغانستان کې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا  دمخنیوي لپاره باید قدرت وویشل شي .