د افغانستان په اړه د پاکستان د کورنيو چارو د وزير خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102928-د_افغانستان_په_اړه_د_پاکستان_د_کورنيو_چارو_د_وزير_خبردارے
د پاکستان د کورنيو چارو وزير په افغانستان کښې تاوتريخوالي د پېدا کولو لپاره د پاکستان له خاورې څخه د استفادې په اړه خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2021 11:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د پاکستان د کورنيو چارو د وزير خبردارے

د پاکستان د کورنيو چارو وزير په افغانستان کښې تاوتريخوالي د پېدا کولو لپاره د پاکستان له خاورې څخه د استفادې په اړه خبردارے ورکړ.

د طلوع نيوز د رپوټ له مخې، شېخ رشيد  احمد وويل، اسلام اباد به هر هغه حکومت چې د خلقو ملاتړ ورته حاصل وي قبلوي.

هغه همدارنګ وويل، له طالب ډلې سره خبرې اترې د ټولو په ګټه دي. مونږ به په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کښې له صلحې څخه ملاتړ کوو.

د پاکستان دغه وزير د افغانستان له مشرانو ، سياستوالانو او طالبانو څخه وغوښتل چې د صلحې خبرو اترو ته دې دوام ورکړي.

په دې وروستيو ورځو کښې د طالب ډلې پرمختګونو د ځينې ګاونډی او سيمې د هېوادونو اندېښنې په ځان پسې لرلې دي. دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې په يوې بيانيه کښې د دغو هېوادونو د اطمينان حاصلولو لپاره د عمل مېدان ته راودانګل او له بلې خوا يې اعلان وکړ چې په ټول افغانستان باندې د کنټرول د حاصلولو اراده نه لري.