تهران د افغانستان په صلحه کښې مهم رول لري
په ایران کښې د پاکستان پخوانۍ سفیرې د افغانستان په صلحه کښې د ایران په مهم رول او له نورو سیمه ایزو لوبغاړو سره ملګرتیا ته د تهران په شوق باندې ټینګار وکړ
تهران کښې د پاکستان پخوانۍ سفیرې رفعت مسعود وویل: په افغانستان کښې د داعش د ترهګرو عناصرو تحرکات، د دغه هیواد د روانو بدلونونو په وړاندې د واشنګټن کړچار او د افغان کډوالو برخلیک د ایران د اسلامي جمهوریت جدي ملاحظات ګڼل کیږي.
د ایران لپاره د پاکستان وړومبنۍ ښځینه سفیرې د ایران سیمه ایزو سیالانو ته په اشارې سره، د خپل سیمه ایز موقعیت د پياوړتیا لپاره د دغه هیواد کوشش د تهران د رول لوبونې د اهمیت نښه وبلله.
په دې وروستیو ورځو کښې د طالب وسله والو په لاس د افغانستان د خاورې د سترې برخې نیول کیدل د دغه هیواد د ګاونډي هیوادونو د اندیښنو سبب شوي وو خو دغې ډلې د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د دغو هیوادونو د ډاډ او اطمینانو د جلبولو لپاره د هلوځلو په ترڅ کښې وویل چې په افغانستان کښې د قدرت د قبضه کولو نیت نه لري.