پاکستان په مسجد الاقصی باندې د صهیونیسټانو برید وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103192-پاکستان_په_مسجد_الاقصی_باندې_د_صهیونیسټانو_برید_وغنده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې، په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو یرغل او پر فلسطیني لمونځ کونکو یې تیری په کلکه وغنده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 01:00 Asia/Kabul
  • پاکستان په مسجد الاقصی باندې د صهیونیسټانو برید وغنده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې، په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو یرغل او پر فلسطیني لمونځ کونکو یې تیری په کلکه وغنده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیګا په یوه خبرپاڼه کښې، په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټانو یرغل او پر فلسطیني لمونځ کونکو یې تیری په کلکه وغنده.

د پاکستان خارجه وزارت په دغه بیانیه کښې څرګنده کړې چې اسلام آباد په فلسطیني لمونځ کونکو باندې د اسرئیلو د نیواکګرو ځواکونو قهرجنې حملې او د مسجدالاقصی سپکاوی غندي او د فلسطینیانو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې د چټک اقدام غوښتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین له ولس سره د یوځل بیا پیوستون او د هغوي د خپلواکۍ او آزادۍ له روا حقه د ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ زیاته کړه: دا ډول بریدونه د انساندوستانه اصولو او د بشري حقوقو د قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده.

یاده دې وي چې د فلسطین د اسلامي اوقافو د ادارې د اعلان له مخې، پرون له زرو زیاتو صهیونیسټانو په مسجدالاقصی باندې ورماتیدو سره د دغه سپیڅلي جومات بې حرمتي وکړه.