قریشی د نهوچیني انجنیّرانو له وژلې وروسته چین ته سفرکوي
کابو لس ورځې مخکې د پاکستان په شمالي سیمې کوهستان کې د چیني انجنئیرانو دیوه بس په پیښې کې چې ځیني سرچینې وائي بم چاودنه پکې شوي او ځيني نور هم وائي کندې ته غورځیدلی ، د نهو چینيانو پشمول دیارلس کسان پکې وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپيان شوي وو . البته د پاکستان حکومتی چارواکو هم ددغې پیښې د ترهه ګرې حملې احتمال تائيد کړی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، د پاکستان په شمال لویدیځي سیمې کوهستان کې په بم چاودنې کې د نهو چیني انجنئيرانو د وژلې له پيښې وروسته د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي د چین په سفر ځي ، البته وئيل کیږي ، د پاکستان دخارجه وزیر دغه سفر له دغې پيښې لس ورځې وروسته د چین د خارحه وزیر وانګ ئي په بلنې سره ترسره کیږي .
کابو لس ورځې مخکې د پاکستان په شمالي سیمې کوهستان کې د چیني انجنئیرانو دیوه بس په پیښې کې چې ځیني سرچینې وائي بم چاودنه پکې شوي او ځيني نور هم وائي کندې ته غورځیدلی ، د نهو چینيانو پشمول دیارلس کسان پکې وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپيان شوي وو . البته د پاکستان حکومتی چارواکو هم ددغې پیښې د ترهه ګرې حملې احتمال تائيد کړی دی .
له دغې پیښې سملاسي وروسته چیني چارواکو له خپلو پاکستانیو همڅنګو سره په تماس کې ددغې پيښې د فوري څیړنو غوښټنه کړې او دغه راز ئې له بیجینګه اسلام اباد ته دیوه یولس کسیز پلاوي د لیږدولو او له پاکستانیو مسئولانو سره یو ځاي ئې د دغې پیښې د ارزونې خبره کړې ده .
ټاکل شوې ده نن د پآکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه له چیني چارواکو سره دخبرواترو لپاره چین ته دوه ورځنی سفر وکړي .
له دغې پيښې وروسته د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادي کریډور یا سي پيک په اړه کیدونکي د ګډ کمیشن غونډه هم لغوه شوې ده .