پاکستان له طالبانو سره د ملګرتیا تور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103568-پاکستان_له_طالبانو_سره_د_ملګرتیا_تور_رد_کړ
د پاکستان وزیراعظم له افغانستان سره په وروستیو نښتو کښې له طالب ډلې د دغه هیواد د ملاتړ تور دروغ وباله
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 28, 2021 08:15 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو سره د ملګرتیا تور رد کړ

د پاکستان وزیراعظم له افغانستان سره په وروستیو نښتو کښې له طالب ډلې د دغه هیواد د ملاتړ تور دروغ وباله

د پاکستان وزیراعظم له افغانستان سره په وروستیو نښتو کښې له طالب ډلې د دغه هیواد د ملاتړ تور دروغ وباله

عمران خان وویل چې په وروستیو نښتو کښې له طالبانو د ملاتړ لپاره له پاکستانه افغانستان ته د لسو زرو جګړه مارو د تګ خبر دروغ او پروپاګنډا ده.

عمران خان د پاکستان له خوا د درې میلیونه افغان کډوالو کوربه توب ته په اشارې سره هم وویل: ډیر خواشیني یو چې د صلحې د بهیر د اسانولو لپاره د اسلام آباد د ډیرو هلوځلو سره سره، افغانستان لاهم په خپل هیواد کښې د هرې پيښې پړه پر پاکستان راچوي او دا هیواد ګرم بولي.

د ویلو ده چې د کابل چارواکو څه موده مخکښې له پاکستان څخه د طالبانو د مرستې لپاره افغانستان ته مرستندویه وسله والو په لیږلو باندې نیوکه کړې ده.