پاکستان باید د ترهګرو پرضد جدي اقدامات ترسره کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خارجه وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې د اسلام اباد لخوا د طالبانو ډلې د فني او د تدارکاتي لارې د غوڅولو غوښتنه وکړه .
د افغانستان خارجه وزارت پرون په یوې (۱) بیانیې کښې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې له اسلام اباده د افغانستان د حکومت غوښتنه دا وه او ده چې په پاکستان کښې د ترهګرو د پناه ځایونو پرضد جدي او ملموس اقدام ترسره کړي او د طالبانو ، ترهګرو او د دغه ډلې د ملاتړو تدارکاتي لارې غوڅې کړي .
څه موده مخکې د پاکستان خارجه وزیر قریشي ویلي وو اسلام اباد د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جنګ د ارادې د نه لرلو او طالبانو ته د دوې د تسلیمیدا مسول نشي کیدلی .
د افغانستان د خارجه وزارت بیانیه وايي طالبانو په هیواد کښې تاوتریخوالی زیات کړی او د خپلو ژمنو په اپوټه یې له نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي غوڅې کړي .