په تهران کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i104258-په_تهران_کې_د_پاکستان_د_خپلواکۍ_ورځ_ولمانځل_شوه
په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي  د پاکستان د قومي ترانې او ملی بیرغ په رپونې سره دغه دستورې پیل کړې  او د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر  او خارجه وزیر جلاجلاپیغامونه   وړاندې شول .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 14, 2021 09:09 Asia/Kabul
  • په تهران کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي  د پاکستان د قومي ترانې او ملی بیرغ په رپونې سره دغه دستورې پیل کړې  او د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر  او خارجه وزیر جلاجلاپیغامونه   وړاندې شول .

زمونږ خبریال راپور راکړ ،  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د پاکستان په سفارت کې  د دغه هیواد  دخپلواکۍ څلوراویایمه  کلیزه ولمانځل شوه .

 په دغو دستورو کې په ایران کې دیره پاکستانیان ،د سفارت غړي ، خبریالان او ځیني نورو شخصیتونو ګډون درلود. البته د کرونائی بحران له امله  دغه شتون د روغتیائي پروټوکولونو  په اساس ترسره  شوی  او محدود میلمانو ته بلنه ورکړل شوې وه .

په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي  د پاکستان د قومي ترانې او ملی بیرغ په رپونې سره دغه دستورې پیل کړې  او د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر  او خارجه وزیر جلاجلاپیغامونه   وړاندې شول .

حیات قریشي پخپلې وینا کې  دسیمې د سولې او امنیت اهمیّت ته په اشارې سره، د افغانستان  وروستیو تاؤتریخوالو د  سوله ا یز حل باندې په ټينګار سره ووئیل ، باید  د افغانستان شخړه د افغانانو په رهبرۍ او  ددوي په مالکیّت سره  حل شي  او دا بحران هیڅکله هم پوځي حل لاره نه لري  او  ګاونډي هیوادونه دې د افغانستان  د سولې او امنیت په راوستو کې خپل غوره او مثبت رول ولوبوي .

Image Caption