په تهران کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه
په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي د پاکستان د قومي ترانې او ملی بیرغ په رپونې سره دغه دستورې پیل کړې او د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر او خارجه وزیر جلاجلاپیغامونه وړاندې شول .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد دخپلواکۍ څلوراویایمه کلیزه ولمانځل شوه .
په دغو دستورو کې په ایران کې دیره پاکستانیان ،د سفارت غړي ، خبریالان او ځیني نورو شخصیتونو ګډون درلود. البته د کرونائی بحران له امله دغه شتون د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره شوی او محدود میلمانو ته بلنه ورکړل شوې وه .
په ایران کې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي د پاکستان د قومي ترانې او ملی بیرغ په رپونې سره دغه دستورې پیل کړې او د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر او خارجه وزیر جلاجلاپیغامونه وړاندې شول .
حیات قریشي پخپلې وینا کې دسیمې د سولې او امنیت اهمیّت ته په اشارې سره، د افغانستان وروستیو تاؤتریخوالو د سوله ا یز حل باندې په ټينګار سره ووئیل ، باید د افغانستان شخړه د افغانانو په رهبرۍ او ددوي په مالکیّت سره حل شي او دا بحران هیڅکله هم پوځي حل لاره نه لري او ګاونډي هیوادونه دې د افغانستان د سولې او امنیت په راوستو کې خپل غوره او مثبت رول ولوبوي .