د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان په هکله خبرې وکړې
Aug 19, 2021 02:51 Asia/Kabul
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د افغانستان د بدلونونو په هکله صلاح مشورې کړې دي
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې د افغانستان د بدلونونو په هکله صلاح مشورې کړې دي
شاه محمود قریشي له وانګ يي سره په خبرو کښې وویل: یو باثباته او پرامنه افغانستان د پاکستان او ټولې سیمې لپاره ډیر مهم دی.
هغه د افغانستان له خلکو سره د پاکستان او چین په مرستو باندې په ټینګار سره هم وویل چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره خپلې اقتصادي مرستې جاري وساتي.
په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د چین د بهرنیو چارو زیر هم له افغانستانه د چین د حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ.
ټیګونه