د پاکستان سفیر کابل ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i104470-د_پاکستان_سفیر_کابل_ته_ستون_شو
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې د اسلام آباد سفیر د تورخم له سرحدي لارې څخه په افغانستان کښې د خپل کار دفتر ته ستون شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان سفیر کابل ته ستون شو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې د اسلام آباد سفیر د تورخم له سرحدي لارې څخه په افغانستان کښې د خپل کار دفتر ته ستون شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې د اسلام آباد سفیر د تورخم له سرحدي لارې څخه په افغانستان کښې د خپل کار دفتر ته ستون شوی دی.

شیخ رشید احمد وویل چې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې له زیاتیدو وروسته د جولایۍ په ۱۹ نیټه له کابل څخه پاکستان ته ستون شوی و.

هغه زیاته کړه چې دا اقدام پس له هغې وشه چې د محمد اشرف غني حکومت په اسلام آباد کښې د افغانستان د سفیر د لور په تښتولو کښې د اسلام آباد د لاس لرلو په تور، خپل سفیر بیرته وباله.

شیخ رشید احمد په رسمیت د طالبانو د پیژندلو په هکله هم وویل چې په دې هکله فیصله به وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزارت کوي.