پاکستان د طالبانو لخوا د بشري حقوقو د احترام غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د خپل هیواد په ارادې باندې ټینګار سره وویل هیله من یم چې طالبان د ښځو او د بشري حقوقو احترام ته ژمن ووسي .
هغه پرون په ایبټ اباد ښار کښې د پوځ د اکیډمۍ د لیدلو په وخت وویل پاکستان به هیڅکله د هغو تورونو په هکله چې په افغانستان کښې د ګډوډیو په هکله په اسلام اباد باندې لګیږي غلی کې نني .
قمر جاوید باجوا وویل د افغانستان په بحث کښې د پاکستان صادقانه اقدامات په دغه هیواد کښې د کړکیچ له حل سره د مرستې او د ارامه او با ثباته سیمې د رامینځته کولو په هدف سره ترسره شوي دي .
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل پاکستان په افغانستان کښې د ناامنۍ په خاطر درنه بیه ورکړي ده او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو د افغانستان د سولې لپاره خپل رول ولوبوي .
په عین حال کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شخ رشید هم وړمه ورځ ویلي وو لومړی وزیر عمران خان او د هغه حکومت به په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو په هکله فیصله وکړي .