د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کرکټ سیالۍ نه ترسره کیږي
-
فایل فوټو
د پاکستان کرکټ بورډ (پي، سي، بي) د دغه هیواد او افغانستان ترمینځ د ترسره کیدونکو یو ورځنیو سیالیو د ځنډیدو خبر ورکړی دی
د پاکستان کرکټ بورډ (پي، سي، بي) د دغه هیواد او افغانستان ترمینځ د ترسره کیدونکو یو ورځنیو سیالیو د ځنډیدو خبر ورکړی دی
د پي، سي، بي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي چې پاک-افغان کرکټ سیریز د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه نامعلوم وخت ته ځنډول شوی دی او دا فیصله د افغانستان حالاتو ته په پام سره د دغه هیواد د لوبغاړو د ذهني پریشانۍ په وجه شوې ده.
د دغو سیالیو د کینسلیدو په هکله دا هم ویل شوي چې د میچونو د خپریدو ستونزې او له کابل څخه د الوتنو بندیدل یې هم د ځنډیدو سبب شوي دي او دواړه هیوادونه به په ۲۰۲۲ کال کښې د دغو سیالیو د ترسره کولو کوشش وکړي.
د ویلو ده چې له دې مخکښې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دریو ون ډی یا پنځوس اوریزو سیالیو سیریز د ستمبر له دریمې نه تر اتمې نیټې پورې په سري لنکا کښې ترسره شي.