تهران د ګاونډیو هیوادونو د غونډې ترسره کولو ته چمتو دې
د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره په کتنه کې د شپږو ګاونډیو هیوادونود خارجه وزیرانو د غونډې د ترسره کولولپاره د شاه محمود قریشی د وړاندیز هرکلې او په راتلونکیو ورځوکې د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره د ایران چمتووالې اعلان کړ
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره په کتنه کې د شپږو ګاونډیو هیوادونود خارجه وزیرانو د غونډې د ترسره کولولپاره د شاه محمود قریشی د وړاندیز هرکلې او په راتلونکیو ورځوکې د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره د ایران چمتووالې اعلان کړ .
شاه محمود قریشی هم په د غه کتنه کې د مرکزی اسیا د دریو هیوادونو له چارواکو سره د خپلو خبرو د سپړلو په ترڅ کې د افغانستان د وروستی وضعیت تشریح وکړ .
له بلي خوا َښاغلی ریسی هم د تهران او اسلام آباد اړیکې لرغونې، اعتقادي او ولس محوره بللی دي
د اسلامي ایران ولسمشر پرون د پاکستان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران او اسلام آباد اړیکې پخوانۍ، اعتقادي او د خلکو د چورلیز په کړنلارې ولاړې وبللې
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د شاه محمود قریشي په کتنه کښې څرګنده کړه: د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا د ایران او پاکستان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاتو د پراختیا او پیاوړتیا زمینه برابرولې شي.
د ایران ولسمشر له افغانستانه د امریکې وتل په افغانستان کښې د صلحې، امنیت او ثبات په لړ کښې د ټولو افغانستاني ډلو او قومونو د تعامل لپاره د بدلانه پيچومې وباله او ویې ویل: بې شکه چې په افغانستان او سیمه کښې د امریکا شتون امنیت نه رامینځته کوي او د سیمې هیوادونه باید په خپلو کښې مرسته وکړي چې په افغانستان کښې مختلفې ډلې یو پراخ بنسټه او مشارکتي حکومت جوړ کړي.
آیت ا... رئیسي ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د نورو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیانو رول باید د ټولو افغانستاني قومونو او ډلو په شتون سره د یو مشارکتي او ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره یوازې یو اسانونکی رول وي.