محسن داوړ یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105066-محسن_داوړ_یو_نوی_سیاسي_ګوند_جوړ_کړ
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه(۱) مشر او د ملي پارلمان غړي محسن داوړ پرون په پېښور کې د نېشنل ډیموکراتیک موومنټ یا (ملي جمهوري غورځنګ) په نامه د ځانګړي ګوند جوړول اعلان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2021 01:59 Asia/Kabul
  • محسن داوړ یو نوی  سیاسي ګوند جوړ کړ

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه(۱) مشر او د ملي پارلمان غړي محسن داوړ پرون په پېښور کې د نېشنل ډیموکراتیک موومنټ یا (ملي جمهوري غورځنګ) په نامه د ځانګړي ګوند جوړول اعلان کړل .

په هېواد کې د سیکولراو د فدرالي جمهوري نظام وده او پرمختګ د دغه  ګوند هدفونه بلل شوي دي.

د نېشنل ډیموکراتیک مومنټ یا قومي جمهوري غورځنګ په نامه دې ګوند کې یو شمېر مشهور سیاستوال شامل دي.

د ګوند په مرامنامه کې د ښځو او ځوانانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره د مبارزې ژمنه شوې ده.

 محسن داوړ د نوي ګوند د جوړیدا د اعلان  پر مهال وویل:

له لومړۍ ورځې مې نیت درلود چې پارلماني سیاست به کوم، پښتون ژغورنې تحریک ته له تلو مخکې هم د یوه سیاسي ګوند غړی وم، دا رښتیا ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ په پارلماني سیاست کې برخه نه اخلي او اوس هم دوی پر خپله خبره ولاړ دي، خو زه هېڅکله د پي ټي ایم غړی نه وم. ''

د نېشنل دیموکراتیک مومنټ یا قومي جمهوري غورځنګ ګوند د جوړیدا اعلان په یو لړ مراسمو کې وشو، چې پکې لطیف اپریدي، افراسیاب خټک، بشیر خان مټه، بشرا ګوهر او ځینې نورو سیاستوالو هم ګډون کړی و.

محسن دوړ له مراسمو وروسته خبریالانو ته وویل، ګوند به یې په هېواد کې د رښتیني سیکولر او  جمهوري نظام لپاره هڅې کوي چې ټولو خلکو ته د دوی حقونه ورسېږي.

په مراسمو کې ګڼ شمېر هغو ځوانانو ګډون درلود چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې ګډون کوي او په دوی کې له  سند، بلوچستان او پنجاب صوبو هم ګډونوال راغلي وو.