په پاکستان کې ځان وژونکی حملې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105230-په_پاکستان_کې_ځان_وژونکی_حملې_۱۸_تنو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
پاکستاني چارواکي وایي په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2021 09:23 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کې ځان وژونکی حملې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پاکستاني چارواکي وایي په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دبلوچستان په مستونګ سیمه کې یوې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرچینې د راپورونو له مخې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وایي په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

تر اوسه د دې برید پړه چا نه ده منلې.

د یادونې ده، چې همدې سیمې ته نږدې څو ورځې وړاندې هم دوه پاکستاني عسکر په یوه برید کې وژل شوي وو.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په وروستیو کې په پاکستان کې نا امني ډېره شوې او پر پاکستاني پوځ بریدونو زور اخیستی دی.

وروستیو پېښو د پاکستان حکومت ته هم اندېښنې پیدا کړې دي.