امریکا هیره کړئ روسیې او چین ته نږدې شئ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105318-امریکا_هیره_کړئ_روسیې_او_چین_ته_نږدې_شئ
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیره سید عابده حسین وايي چې امریکا نور د افغانستان په چارو کښې دلچسپي نه اخلي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په افغانستان جنګ ځپلي هیواد کښې شل (۲۰) کلونه تیر کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2021 06:30 Asia/Kabul
  • امریکا هیره کړئ روسیې او چین ته نږدې شئ

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیره سید عابده حسین وايي چې امریکا نور د افغانستان په چارو کښې دلچسپي نه اخلي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په افغانستان جنګ ځپلي هیواد کښې شل (۲۰) کلونه تیر کړي دي .

عابده حسین د پاکستان له ډان(Dawn) ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل امریکا په افغانستان کښې لږ شان دلچسپي لري او واشنګټن اوس له افغانستان څخه د ترهګرۍ د صادریدا په هکله ویره نلري او ځکه خو امریکا اوس د افغانستان د جنګ ځپلي هیواد په چارو کښې دلچسپي نلري او دغه راز د نوموړي هدف لپاره پاکستان ته هم ضرورت نلري .

په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیرې میرمن سیده عابده حسین چې اوس په سیاست کښې فعالیت نه کوي د امریکا او د پاکستان په اړیکو کښې د ښه والي د راتلو نښه نه ویني .

هغې وویل څرنګه چې پاکستان اوس له امریکا څخه کومې خاص مالي مرستې نه ترلاسه کوي اسلام اباد باید خپه نشي او پاکستان باید چین ته مخه کړي او ځان روسیې ته نږدی کړي .

په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیرې عابده حسین دغه نظر لري چې امریکا باید له تاریخ څخه درس واخلي چې هیڅ خارجي ځواک نه دی توانیدلی چې افغانستان فتح کړي .

هغې وویل امریکا زیاته هڅه وکړه چې افغانستان فتح کړي خو بریالۍ نشوه .

په امریکا کښې د پاکستان پخوانۍ سفیرې عابده حسین د طالبانو د مینځ لارې څیرې په هکله شک نلري خو زیاتوي زه فکر کوم چې طالبان به په مینځ لارې رودې سره وتوانیږي څوخپلې خبرې په عمل بدلې کړي او دنیا به له طالبانو سره خبرې وکړي .

هغې وویل مینځ لارې طالبان به دنیا ته د منلو وړ وي .

عابده حسین دغه راز د پاکستان د سیاست په هکله وویل زه د عمران خان د تحریک انصاف حکومت له چارو راضي نه یم ځکه چې هغه د شیانو د بیو او د انفلاسیون په کنټرولولو کښې ناکامه شوی دی .

هغه وایي که چیرې دغه ناکامیانې روانې وي زه فکر نه کوم چې واکمن تحریک انصاف ګوند په دوه زره درویشتم (۲۰۲۳) میلادي کال انتخاباتو کښې رایې وګټي .