د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه نن کیږی
په دغه اینټرنیټی غونډه کې به د افغانستان د بدلونونو ، ورپیښ چیلنجونه او سیمه ایزو بدلونو په اړه غور وشی . د پاکستان د خارجه وزارت د دفتر ویلی دی باثباته او امن افغانستان به د سیمې په امنیت او تجارت کې رول ولوبوی .
د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم په دغه غونډه کې به ایران ، چین ، تاجیکستان ، ترکمنستان او ازبکستان خارجه وزیران ګډون وکړی .
په دغه اینټرنیټی غونډه کې به د افغانستان د بدلونونو ، ورپیښ چیلنجونه او سیمه ایزو بدلونو په اړه غور وشی . د پاکستان د خارجه وزارت د دفتر ویلی دی باثباته او امن افغانستان به د سیمې په امنیت او تجارت کې رول ولوبوی .
له بلی خوا د یران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي ټینګار وکړ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه اندیښنې ختمولی شي .
هغه وویل خبرې اترې کولای شي د افغانستان فضا د معقول کیدا په لور بوځي خو جدي اندیښنې شته او هیله کیږي چې دغه خبرې په داسې لور لاړې شي چې دغه اندیښنې ختمې شي .
سلیمي د ایران په چورلیزتوب سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د اینټرنیټ لارې د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران سیاست هماغه ډول چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه ای ټینګار درلود له ملتونو ملاتړ دی او حاضردمه اسلامي ایران د افغانستان د ملت په هکله اندیښمن دی .
د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي غړي علیرضا سلیمي وویل د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو خبرې اترې له یوې خوا د تاوتریخوالي د ختمولو او له بلې خوا د افغانستان د ټول ملت د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره لاره هوارولی شي او د ایران د اسلامي جمهوریت دغه ایډیااو ابداع ډیره مناسبه ده .
سلیمي وویل په افغانستان کښې د کومو خاصو خلکو نه بلکې د ټول ملت د حقوقو ملاتړ وشي .
هغه وویل هیله من یم چې د رایو د صندوقونو له لارې په افغانستان کښې مسائیل حل شي .