پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو حکومت ته مرستې واستوالې
پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د ډیر مهم ملاتړي په توګه دغه هیواد ته خوراکي او درملیزې مرستې ولیږلې.
پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت د ډیر مهم ملاتړي په توګه دغه هیواد ته خوراکي او درملیزې مرستې ولیږلې.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان لخوا دغه مرستې په دریو C-130 کارګو الوتکو کښې لیږدول شوې دي.
د پاکستان خارجه وزارت دې ټکي ته په اشارې سره چې افغانستان ته به نورې مرستې زیاتره د ځمکې له لارې ولیږلې شي، وویل: په روانو حالاتو کښې به پاکستان تر خپله وسه د طالبانو د حکومت مرسته او ملاتړ وکړي.
اسلام آباد چې له طالبانو څخه په ملاتړ تورن دی، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د انساني کړکیچ د رامینځته کیدو د مخنیوي لپاره د افغانستان له خلکو سره په مرسته کښې خپل رول ولوبوي.
په افغانستان کښې له کلونو راهیسې روانې جګړې د دغه هیواد بیخ بیناوې ورانې کړې دي.