داعشي کمانډر فاروق بنګلزئ افغان طالبانووواژۀ
دپا کستان د زیاتره ترهه ګرو ډلګیو زیات جنایتکار په افغانستان کې دیره دي او اوس به ولیدل شي ، چې طالبان د دوي په ضد کوم اقدامات کوي او که ورڅخه ناسمه استفاده کوي ، دپاکستان حکومت په دې اړه طالبان له خپلو اندیښنو خبر کړي دي .
زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، داعش تکفیری ډلې یو کمانډر فاروق بنګلزئ د افغانستان په نیمروز ولایت کې په زرنج ولسوالۍ کې له طالبانو سره په شخړې کې سره د څو ملګرو ووژل شو .
د خبرو سرچینو په وینا، فاروق بنګلزئ له د اعش سره له یو ځای کیدا مخکې د جهنګوي لښکر یو مهم مسئول ؤ . فاروق بنګلزئ د افغانستان له ننګرهاره په پاکستان کې د ترهه ګرو لپاره انټرنیټي آسانتیاوې برابرولې او د افغانستان د پولیسو د پخواني مشر عبدالرزاق اچکزئ سره سخته سیالي درلوده .
په راپور کې وئيل شوي بنګلزئ د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو په مرستې سره په پاکستان کې د لسګونو ترهه ګرو پيښو زمه وار ترسره کونکی ؤ او په بلوچستان کې ئې د هزاره ګانو او عیسایانو او د غه راز دپولیسو په ضد په لسګونو جنایتونه کړي وو ،همداراز د کویټه په یوه کان کې هم د یوشمیر کارکونکو وژله هم د فاروق بنګلزي په حکم سره شوي وه . داپه داسې حال کې دي چې دپا کستان د زیاتره ترهه ګرو ډلګیو زیات جنایتکار په افغانستان کې دیره دي او اوس به ولیدل شي ، چې طالبان د دوي په ضد کوم اقدامات کوي او که ورڅخه ناسمه استفاده کوي ، دپاکستان حکومت په دې اړه طالبان له خپلو اندیښنو خبر کړي دي .