داعشي کمانډر فاروق بنګلزئ  افغان طالبانووواژۀ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105488-داعشي_کمانډر_فاروق_بنګلزئ_افغان_طالبانووواژۀ
دپا کستان د زیاتره ترهه ګرو ډلګیو زیات جنایتکار  په افغانستان کې دیره دي  او اوس به ولیدل شي ، چې طالبان د دوي په ضد کوم اقدامات کوي او که  ورڅخه  ناسمه استفاده کوي ، دپاکستان  حکومت په دې اړه  طالبان له خپلو اندیښنو خبر کړي دي .   
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2021 00:21 Asia/Kabul
  • داعشي کمانډر فاروق بنګلزئ  افغان طالبانووواژۀ

دپا کستان د زیاتره ترهه ګرو ډلګیو زیات جنایتکار  په افغانستان کې دیره دي  او اوس به ولیدل شي ، چې طالبان د دوي په ضد کوم اقدامات کوي او که  ورڅخه  ناسمه استفاده کوي ، دپاکستان  حکومت په دې اړه  طالبان له خپلو اندیښنو خبر کړي دي .   

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ،  داعش تکفیری ډلې یو کمانډر فاروق بنګلزئ  د افغانستان په نیمروز ولایت کې  په زرنج ولسوالۍ کې  له طالبانو سره  په شخړې کې  سره د څو ملګرو ووژل شو .

 د خبرو سرچینو  په وینا، فاروق بنګلزئ له د اعش سره  له یو ځای کیدا مخکې د جهنګوي لښکر یو مهم مسئول ؤ . فاروق بنګلزئ  د افغانستان له ننګرهاره  په پاکستان کې د ترهه ګرو لپاره  انټرنیټي آسانتیاوې برابرولې  او د افغانستان د پولیسو د پخواني مشر  عبدالرزاق اچکزئ سره سخته سیالي درلوده .

 په راپور کې وئيل شوي  بنګلزئ  د افغانستان او هند  د استخباراتي  ادارو په مرستې سره  په پاکستان کې د  لسګونو ترهه ګرو پيښو زمه وار ترسره کونکی ؤ  او  په بلوچستان کې ئې د هزاره ګانو او عیسایانو  او د غه راز دپولیسو په ضد په لسګونو  جنایتونه کړي  وو ،همداراز  د کویټه په یوه کان کې هم د یوشمیر کارکونکو  وژله هم د فاروق بنګلزي په  حکم سره شوي وه . داپه داسې حال کې دي چې  دپا کستان د زیاتره ترهه ګرو ډلګیو زیات جنایتکار  په افغانستان کې دیره دي  او اوس به ولیدل شي ، چې طالبان د دوي په ضد کوم اقدامات کوي او که  ورڅخه  ناسمه استفاده کوي ، دپاکستان  حکومت په دې اړه  طالبان له خپلو اندیښنو خبر کړي دي .