په افغانستان کې به انساني ناؤرین رامینځّةشي که نړیوال توجه ونه کړي
د افغانستان داقتصادي دړې وړې کیدا یا ددغه هیواد د اقتصادي حالاتو د لا خرابیدا څخه د غړیدا لپاره مالی سرچینو ته د افغانستان لاس رسی اړین دی .
آناتولي خبری آژانس راپور ورکړ ، په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د ملګروملتو دامنیت شورا په غونډې کې خبرداری ورکړ ،نړۍ باید په افغانستان کې د حالاتو د لاخرابیدا مخنیوی وکړي ، ځکه دا موضوع د کډوالۍ په ستر بحران بدلیدلی او په سیمې کې د سولې ، ثبات او اوامنیت بهیر تر پوښتنې لاندې وروستلی شي .
په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر وئيلي دي ، په افغانستان کې په کرونائي، نښتو ، د پخوانیو حکومتونو په ناکامیوم او همداراز پّ دغه هیواد کې د مالي اواداري فساد په زیاتیدا پسې ددغه هیواد انساني حالات لاترینګلي شوي دي او کابو اتلس میلیون خلک دانسان دوستۍ له لومړنیو مرستو ته ډیره زیاته اړتیا لري . منیر اکرم ووئیل نړیواله ټولنه باید له تیر وخته عبرت واخلي ، ځکه په افغانستان کې بې ثباتي او اقتصادي ترینګلتیاوې ددغه هیواد د ولس دکړاؤنو د دوام او دنښتو دزیاتیدا سبب کیدلی شي چې دا وضعیّت د هیچا په ګټه نه دی .
په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر همداراز په دې په ټينګار سره چې اوسنی افغانستان دبحران په یوې څلور لاري ولاړ دی او ددغه هیواد ولس د نړیوالې ټولنې په مرستو اوملاتړونو سره خپله سوله ساتلی او پراختیائي چارې برمخ بیولی شي ،زیاته کړې ده ، د افغانستان داقتصادي دړې وړې کیدا یا ددغه هیواد د اقتصادي حالاتو د لا خرابیدا څخه د غړیدا لپاره مالی سرچینو ته د افغانستان لاس رسی اړین دی .