ایران اوپاکستان دې ددښمنانو جعلی پروپیګنډوته ځیر ووسي
د سټراژيکو چارو دغه کارپیژاندي زیاته کړې ده ،ایران او پاکستان ددو وروڼو ملتونو د نزدیکیدا او د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،پر دې اساس باید دغه هلې ځلې دې ضائع نه کړي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دپاکستان د پوهنتونونو دسیاسی علومو او نړیوالو اړیکو یوه مشهور استاد ډاکټر فاروق حسنات بیګا په خپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، دافغانستان په باب د غلطو اطلاعاتو د خپریدا لپاره ډير زیات خوځښتونه روان دي او باید درست دې ځير ووسي . ډاکټر حسنات همداراز د دوو مهمو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ناسم تفاهم د رامینځةکولو لپاره د ګډو دښمنانو دهلوځلو په نسبت د اسلامی ایران او پاکستان د هوښیارۍ او ځیرتیا په ضرورت په ټينګار سره وئیلي دي ، د ګډو د ښمنانو له منفي پروپیګنډو سره مقابله ، د ایران او پاکستان ترمینځ پیاوړي ملګرتیا پراختیا ته اړتیا لري څو دواړه هیوادونه دناسم تفاهم اجازت ورنکړي .
د سټراژيکو چارو دغه کارپیژاندي زیاته کړې ده ،ایران او پاکستان ددو وروڼو ملتونو د نزدیکیدا او د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،پر دې اساس باید دغه هلې ځلې دې ضائع نه کړي . ډاکټر فاروق حسنات ټينګار کړی ، چې د افغانستان په بحث او متقابلو سیاسیتو کې دغږملتیا په رامینځةکولو کې دتهران او اسلام اباد ترمینځ لازیاتو ملګرتیاؤ ته ضرورت دی ، ځکه دښمنان او دمسلمانانو ضد ځواکونه د غلطو اطلاعاتو او تبلیغاتو په لټه کې دي .