پاکستان په روپۍ سره له افغانستان سره تجارت کوي
فارس خبري اژانس وايي د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین له افغانستان سره په تجارتي راکړو ورکړو کښې د امریکا د ډالر د حذفولو خبر ورکړ .
هغه وویل له پاکستان سره تجارتي راکړه ورکړه په روپۍ یعني کلدارو سره ترسره کیږي .
شوکت ترین زیاته کړه له افغانستان سره تجارت به د پاکستان په روپۍ سره وشي ځکه چې افغانستان د ډالرو له کمښت سره مخ دی .
د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین وویل حاضردمه د افغانستان لس (۱۰) میلیارډه ډالره خارجي ذخیرې بندې شوي او د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف او نړیوال بانک د افغانستان دغه لس (۱۰) میلیارډه ډالر له ځانونو سره ساتلي دي .
شوکت ترین د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد حالت هره ورځ څیړل کیږي او هره ورځ یوشمیر کسان له پاکستان څځه د بیلابیلو کارونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته استول کیږي خو په افغانستان کښې د خوراکي شیانو کمښت د هیواد خلکو ته ګواښ کوي .