کابل ته د پاکستان وړومبنۍ الوتنه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105620-کابل_ته_د_پاکستان_وړومبنۍ_الوتنه_ترسره_شوه
د کابل د هوايي ډګر مسئولانو ویلي چې دغه تجارتي الوتنه د پاکستان د هوايي لیکو (پي، آيي، ای) وه او لس تنه مسافر یې درلودل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2021 00:06 Asia/Kabul
  • کابل ته د پاکستان وړومبنۍ الوتنه ترسره شوه

د کابل د هوايي ډګر مسئولانو ویلي چې دغه تجارتي الوتنه د پاکستان د هوايي لیکو (پي، آيي، ای) وه او لس تنه مسافر یې درلودل.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مسئولانو وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتنې وروسته وړومبنۍ پاکستاني الوتکه په دغه هوايي ډګر کښیناستله

د کابل د هوايي ډګر مسئولانو ویلي چې دغه تجارتي الوتنه د پاکستان د هوايي لیکو (پي، آيي، ای) وه او لس تنه مسافر یې درلودل.

د افغانستان نړیوال هوايي چلند دوه ورځې مخکښې ویلي وو چې د اسلام آباد او کابل ترمینځ د الوتنو د بیا پیلولو لپاره ټول تخنیکي مجوزونه ترلاسه کړې دي.

د کابل د هوايي ډګرمسئولانو له دې مخکښې ویلي وو چې د ستمبر تر ۲۱ نیټې به د کابل هوايي ډګر د ټولو نړیوالو الوتنو لپاره خلاص شي.

د ویلو ده چې امریکايي ځواکونو د کابل له هوايي ډګره د وتلو په وخت د هغه ټولو فني او تخنیکي برخو او راډار ته تاوان رسولی و.