پاکستان او له امریکا سره په ملګرتیا کې د تاوان تکراری ادعا
مایکل کوګلمین په دې باور دې چی د بایډن د ولسمشرۍ په پړاو کې د پاکستان او امریکا اړیکی ندی بدلې شوی او هغه شناخت ته په پام سره چی هغه یې له پاکستانه لری ، سخته ده چی دا تصور وکړو چی د هغو په اړیکو کې مثبت بدلون رامینځته شی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له امریکا سره د خپل هیواد اړیکی غمیزناکی وبللې اومدعی شو په افغانستان کې له واشنګټن سره د اسلام اباد مشارکت د پاکستان په تاوان دی .
د عمران خان دغه څرګندونې د امریکا د خارجه وزیر بلینکن د هغه تور په غبرګون کې مطرح شوې چی یو ځل بیا یې پاکستان د ترهه ګرو امن ځای وباله .
پاکستان په داسې حال کې د سپینې ماڼۍ د چارواکو له غضب سره مخامخ دی چی په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان د امریکا له حملې وروسته د طالبانو رژیم په نسکورولوکې د امریکا له پوځ سره د ملګرتیا په سبب د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بوش لخوا د واشنګټن غیرناټوی متحد وبلل شو .
خو بیا لږه موده وروسته د بوش په وخت کې د امریکا سیاسی او پوځی مقاماتو په افغانستان کې د امریکا د سیاستونو په وړاندې په دوه ګوڼی لوبې د پاکستان د حکومت او پوځ په تورنولو سره اسلام اباد ته ترهه ګرو ته د پناه ورکولو په اړه خبردارې او د پاکستان په قبایلی سیمو هوایی حملې پیل کړې .
پردې اساس پاکستان پرضد د امریکایی مقاماتو تورونو مطرحول تازه مسله نده او د ټرمپ په وخت کې خپل اوج ته ورسیده ، په دې ډول چی د لومړی ځل لپاره یې حکومت او پوځ له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن او پاکستان ته یې د امریکا مرستې غوڅې او یا ډیرې کمې کړې .
په دې زمینه کې د سیمې د مسلو کارپیژاندې مایکل کوګلمین په دې باور دې چی د بایډن د ولسمشرۍ په پړاو کې د پاکستان او امریکا اړیکی ندی بدلې شوی او هغه شناخت ته په پام سره چی هغه یې له پاکستانه لری ، سخته ده چی دا تصور وکړو چی د هغو په اړیکو کې مثبت بدلون رامینځته شی .
په دغو شرایطو کې له امریکا سره په ملګرتیاکې د تاوانی کیدا په اړه د دغه هیواد دلوړ رتبه چارواکو څرګندونې په دریو هدفونو ترسره کیږی .
لومړې دا چی له امریکا سره د پاکستان د ملګرتیاو په اړه داخلی اعتراضونو ته ظاهری غبرګون دې چی د اورپکو ډلو له لوری دوام لری .
دوهم دا چی د پاکستان حکومت تل په افغانستان کې له امریکا سره په ملګرتیا کې د خپل پوځ د ځانی او مالی لګښتونوپه خپرولو سره هڅه کوی د امریکا له پوځ څخه د پاکستان د ملاتړنو د جلبولو د دوام لپاره د واشنګټن لګښتونه زیات کړی .
دریم دا چی د پاکستان حکومت له امریکا سره یو ډول په خپلو اړیکوپه اعتراض سره هڅه کوی د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ختیځې حوزې هیوادونو ته سیګنالونه ولیږی چی د اسلام اباد د مقاماتو له نظره د امریکا لپاره هم حساسیت رامینځته کولې شی .
په هر حال د پاکستان حکومت چی د پخوانی شوروی لخوا د افغانستان له نیواک راهیسې یې له امریکا او سی ای اې سره ملګرتیاوې پیل کړې تل د پاکستان د پوځ له لارې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو ، سیاستونو د هدایت اوغږملتیا غوښتونکې دې چی امریکا یې نه منی .
په عین حال کې د پاکستان د ایټمی سیال په توګه له هند سره د ملګرتیا د پراختیا لپاره د واشنګټن کړچار د دغه هیواد د خپګان سبب شوی دی چی په افغانستان کې د امریکا له پوځ سره په ملګرتیا کې د پاکستان د دوه ګوڼی لوبې مهم عامل بلل کیږی . هغه موضوع چی د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو کې د ساړوالی مهم عامل بلل کیږی .