د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کښې بیړه نشته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i105934-د_طالبانو_د_حکومت_په_رسمیت_پیژندلو_کښې_بیړه_نشته
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د افغانستان د طالبانو نوي مشران باید پوه شي که چیرې دوې په رسمیت پیژندل او د جنګ ځپلي هیواد د بیا رغونې لپاره مرستې غواړي نو دوې باید ډیر حساس ووسي او نړیوالو قوانینو او نظرونو ته زیات پام ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 21, 2021 11:23 Asia/Kabul
  • د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کښې بیړه نشته

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل د افغانستان د طالبانو نوي مشران باید پوه شي که چیرې دوې په رسمیت پیژندل او د جنګ ځپلي هیواد د بیا رغونې لپاره مرستې غواړي نو دوې باید ډیر حساس ووسي او نړیوالو قوانینو او نظرونو ته زیات پام ولري .

قریشي  چې د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی نن وویل هیوادونه غواړي  چې وویني د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو مخکې په افغانستان کښې څه تیریږي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل زه فکر نه کوم چې کوم هیواد بیړه ولري چې په دغه پړاو کښې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندي او طالبان باید دغه کار ته پام وکړي .

هغه وویل د پاکستان هدف په افغانستان کښې سوله او ثبات راوستل دي او دغه مقصد ته د رسیدا لپاره مونږ افغانانو ته مشوره ورکوو چې  ټولشموله حکومت ولري .

قریشي هیله څرګنده کړه چې طالبان به په خپلو ژمنو عمل وکړي او ښځو او انجلیو ته به اجازه ورکړي چې ښوونځیو ، پوهنتونونو او پوهنځیو ته دې لاړې شي .

د پاکستان خارجه وزیر قریشي دغه راز له امریکا او نورو هیوادونو څخه چې د افغانستان د پخواني حکومت پیسې یې کنګل کړي دي وغوښتل چې دغه پیسې ورکړي او د افغانستان پیسې دې باید د افغانانو لپاره استعمال شي .