پاکستان له طالبانو څخه د ملاتړ تور رد کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106302-پاکستان_له_طالبانو_څخه_د_ملاتړ_تور_رد_کړی
د امریکې د یو شمېر جمهوری پالو سناټورانو له لوري په پاکستان باندې له طالبانو د فوځي ملاتړ تور لګول شي چي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سخت غبرګون یې پارولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 30, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو څخه د ملاتړ تور رد کړی

د امریکې د یو شمېر جمهوری پالو سناټورانو له لوري په پاکستان باندې له طالبانو د فوځي ملاتړ تور لګول شي چي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سخت غبرګون یې پارولی دی.

د امریکې د کانګرس ۲۲ تنه جمهوري پال سناټوران په یوه مسوده کې په طالبانو او له دغه ډلي په ملاتړو هیوادونو منجمله پاکستان باندې د سختو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار په یوه بیانیه کې وویل: د امریکایي سناټورانو له لوري د پاکستان د نوم یادونه یوه بې اساسه اقدام دی، د افغانستان د مسالې په حل کې به فشار کارنده واقع نه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم د امریکایي سناټورانو تورونه رد کړي او ویلي چي اسلام آباد له طالبانو هیڅ ډول فوځي ملاتړ نه دی کړی، اسلام آباد له طالبانو سره د نړیوالي ټولنې د تعامل غوښتونکی دی تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

د کارپوهانو په وېنا امریکا غواړي له دې لاري په پاکستان او په طالبانو باندې فشار راولي، دا ښیي چي د امریکې او د پاکستان اړیکې په سازوباز ولاړي دي.