پاکستان به د طالبانو په هکله د امریکا دباو ته تسلیم نشي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i106598-پاکستان_به_د_طالبانو_په_هکله_د_امریکا_دباو_ته_تسلیم_نشي
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت ټینګار وکړ اسلام اباد به له افغانستان سره په تعامل او له دغه هیواد سره په مرسته کښې د امریکا تر دباو لاندې ورنشي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 09:16 Asia/Kabul
  • پاکستان به د طالبانو په هکله د امریکا دباو ته تسلیم نشي

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت ټینګار وکړ اسلام اباد به له افغانستان سره په تعامل او له دغه هیواد سره په مرسته کښې د امریکا تر دباو لاندې ورنشي .

د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند تائید کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت قائم مقامه  میرمن وینډي شیرمان د یوه (۱) پلاوي په مشرۍ پرون اسلام اباد ته رسیدلي ده  .

د امریکا د دغه لوړرتبه چارواکي دغه سفر په داسې حال کښې کیږي چې د افغانستان په هکله د پاکستان او د امریکا اختلافات زیات شوي تر دې چې اسلام اباد له واشنګټن سره په کړچار کښې د اختلاف په لرلو اعتراف کړی دی .

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی امریکا نه غواړي  پاکستان د نړیوالې ټولنې له نورو غړیو مخکې د طالبانو موقته حکومت په رسمیت وپیژندي بلکې غواړي د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ، د بشري حقوقو ، انجلیو ته د زده کړې او ښځو ته د کار د اجازې د ورکولو په شمول په بحث رامینځته کونکو موضوعګانو کښې د طالبانو د دریځ د نرمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي .

پاکستان ته د امریکا د خارجه وزارت د قائمقام میرمن وینډي شیرمان سفر د ولسمشر جوبایډن واک ته له رسیدا او په افغانستان باندې د طالبانو د کنټرول له ترسره کیدا وروسته اسلام اباد ته د امریکا د دغه ډیپلوماټې لومړنی سفر ګڼل کیږي .