سردار باقري د قاید اعظم پر قبر د فاتحې لپاره ورغی
د ایران د پوځ لوي درستیز همداراز له دې وروسته په کراچئ کې د پاکستان د سمندري ځواک له قوماندان اویس احمد بلګرامي سره هم لیده کاته وکړل.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري او ورسره لوړ پوړی پوځي پلاوی په کراچۍ کې د مسلمانانود آزادي غواړو د رهبر او د پاکستان د بنسټګر قاید اعظم محمد علی جناح ته دا حترام او فاتحې د لوستلو لپاره د هغه قبر ته ورغی .
سردار باقري پاکستان ته دخپل سفر په څلورمه ورځ بیګا کراچۍ ته تللی چې په جناح نړیوال هوائي ډګر د پاکستان یوشمیر پوځي اوس یاسی چارواکو ئې هرکلی وکړ .
سردار باقري ااو ورسره پلاوی د پاکستان د خداي بخښلي بنسټګر قایداعظم آرامګاه ته تلاړ او دهغه په قبرئې فاتحه ولوستله او ورته ئې احترام وکړ .
د ایران د پوځ لوي درستیز همداراز له دې وروسته په کراچئ کې د پاکستان د سمندري ځواک له قوماندان اویس احمد بلګرامي سره هم لیده کاته وکړل.