د پاکستان یوې میرمنې اوه بچیان زیږولي دي
Oct 17, 2021 08:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په ایبټ اباد سیمه کښې په یوه (۱) خصوصي روغتون کښې یوې (۱) میرمنې اوه (۷) بچیان زیږولي دي .
د روغتون سرچینو وویل څلوردیرش (۳۴) کلنه میرمن رخسانه (Rukhsana) چې دغه اوه (۷) بچیانی یې زیږولي دي د بټ ګرام سیمې وسیدونکي ده او په اوو(۷) بچیانو کښې څلور (۴) هلکان او درې (۳) انجلۍ شاملې دي .
د روغتون سرچینو زیاته کړه ټول اوه (۷) ماشومان نورمال(normal) دي خو له وخت څخه مخکې د زیږیدا په وجه هغوې په ایي سي یو (ICU) برخه کښې کیښودل شوي دي .
ویل کیږي چې دغه څلوردیرش (۳۴) کلنه میرمن له مخکې څخه دوه (۲) نور زامن هم لري او ټول بچیان یې صحت مند دي .
ټیګونه