د پاکستان له لارې د هندوستان غنم افغانستان ته ټرانزیټ کیږي
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د موقته حکومت په غوښتنه د هندوستان غنم د پاکستان له لارې په استثنايي ډول افغانستان ته صادریږي .
په اسلام اباد کښې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزیر امیر خان متقي او د ورسره پلاوي د پرون ورځې له کتنې او خبرو اترو وروسته عمران خان وویل په افغانستان کښې د خوراکي شیانو په مشکلاتو باندې د غلبې لپاره پاکستان د هندوستان د غنمو ، د وريژو او د طبي تجهیزاتو په شان ضروري خوراکي توکي افغانستان ته ټرانزیټ کوي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټینګار وکړ د طالبانو په غوښتنو مو د پاکستان له لارې د هندوستان د غنمو انتقال په استثنايي ډول قانوني اعلان کړي دي.
عمران خان وویل هیله من یم د طالبانو موقته حکومت له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ولري .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل پاکستان په پرله پسې ډول له افغانستان سره د سمدستي بشر دوستانه مرستو غوښتنه کړي ده .
هغه دغه راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو او د دغه هیواد د اقتصاد د دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره د بانکونو په چارو کښې د اسانتیا د رامینځته کولو غوښتنه وکړه .