د افغانستان سرپرست خارجه وزیر پاکستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i109864-د_افغانستان_سرپرست_خارجه_وزیر_پاکستان_ته_لاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 18, 2021 11:12 Asia/Kabul
  • امیر خان متقی
    امیر خان متقی

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو

د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان هېواد ته په سفر روان شو او ټاکل شوې هلته د اسلامي همکاریو سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان رسنیو لیکلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن شنبه خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل چې په یاده ناسته کې به د افغانستان پر حالاتو تفصیلي خبرې وشي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ځانګړې ناسته کېږي او په دې ناسته کې به له اسلامي هېوادونو وغوښتل شي چې کابل ته راشي او خپل دفترونه پرانیزي.

هغه زیاتوي په ناسته کې به د اسلامي هېوادونو له استازو سره پر سیاسي، اقتصادي او بشري مرستو په اړه خبرې وشي.

ده همدارنګه زیاته کړه چې د طالبانو سرپرست حکومت هڅه کوي چې د اسلامي ملګرتیا سازمان له غړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي او هیله یې وښودله چې یاده ناسته به د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې ورځ به د اسلام آباد په غونډه کښې د ګډون لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د مشر حسین ابراهیم طه په ګډون د ۵۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو یو شمېر وزیران اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.