پاکستان له افغانستان سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i110388-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_غنمو_د_مرستې_لړۍ_پيل_کړه
دغه مرسته نن د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2021 09:33 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د غنمو د مرستې لړۍ پيل کړه

دغه مرسته نن د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شوه.

 

له افغانستان سره د پاکستان له خوا د مرسته شويو پنځوس زره ټنو غنمو د لېږد لړۍ پيل شوه.

دا غنم له افغانستان سره د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له خوا د اعلان شوې بشري مرستې چې پنځه بیليونه پاکستانۍ کلدارې وې، يوه برخه ده.

د دغو مرسته شويو غنمو ۱۸۰۰ ټنه پرون افغانستان ته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د تورخم له لارې ولېږدول شول چې د پاکستان د لومړي  وزير عمران خان ځانګړي استازي شهزاد ارباب يې ملتيا کوله.

دغه مرسته نن د افغانستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته وسپارل شوه.

په راتلونکو څو اونيو کې به د غنمو دغه پنځوس زره ټنه د افغانستان بېلا بېلو ولايتونو لکه کابل، ننګرهار، پنجشېر، بلخ، بدخشان، باميان، دايکنډي، کندهار، هلمند، فراه، هرات، خوست او پکتيکا ته ورسيږي.