د اسلامی انقلاب بریالیتوب کلیزه مو مبارک شه
هیله مند یوو چې درست اسلامی امت ددغه شان ورورولۍ او دوستۍ له اړیکو برخمن شي .
زمونږخبریال راپور راکړ، د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت داسلامی انقلاب معظم لارښود ، د ایران ملت او حکومت ته مبارکي ووئيله .
د پاکستان د ولسمشر په دغه پیغام کې راغلي دي ، د دایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د صحت او سلامتیا په دعا سره هیله ده چې د ایران او پاکستان دوه ملتونه او حکومتونه خپلې ورورګلویزې او دانسان دوستۍ اړیکې ددغه انقلاب د معنوي ګټو په سیوري کې تل پاتې او لاپراخې کړي او هیله مند یوو چې درست اسلامی امت ددغه شان ورورولۍ او دوستۍ له اړیکو برخمن شي .
د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې په شپو ورځو او د انقلاب دبریالیتوب د کلیزې په درشل کې دپاکستان په پيښور ،اسلام اباد ،پنډۍ ،کویټه ،کراچۍ او ځينو نورو ښارونو کې هم د ایران په ډيپلوماټيکو مرکزونو او کلتوري خونو کې ځانګړي دستورې د پاکستان د دیني ، هنري اوکلتوري شخصیّتونو پشمول دحکومتي او ولسی اورګانونو د استازو په ګډون سره ترسره کیږي .
پرون سه شبنې ورځې هم په اسلام اباد کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت د ایران دا سلامی جمهوریت د لاسي صنائعو او بریاؤ انځوریز نندارتون د پاکستان د تعلیم وزیر، د ایران د سفیر ، کلتوري شارډزافیئر او یو شمیر کلتوري او اجتماعي شخصیتونو په شتون سره ترسره شو .