جې شنکر: له افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستو ته دوام ورکوو
Jan 03, 2026 14:43 Asia/Kabul
د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي، افغانستان دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دی او اړتیا ده چې یو شمېر ستونزو ته يې جدي رسېدنه وشي.
نوموړي دا څرګندونې د یوه هندي پوهنتون له محصلینو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
جې شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د خپلې وروستۍ کتنې په اړه د یوه افغان محصل د پوښتنې په ځواب کې، دغه لیدنه مثبته بللې او ویلي یې دي چې هند له افغانستان سره د پراختیایي، خوراکي او روغتیايي مرستو په برخو کې همکاري لري.
ټیګونه