دپاکستان لومړی وزیر په ناټو نیوکه وکړه
ده وویل د ناټو د غړیو هیوادونو سفیران ولې هندوستان ته لیک نه ورلیږی چی په ښکاره د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ کوی . عمران خان وویل ناټوباید پوهه شی چی پاکستان په هیڅ وجه د هغو غلام ندې .
زمونږ خبریال راپور راکوی عمران خان نن اسلام اباد ته د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو په لیک په غبرګون کې وویل په تیروخت کې له ناټو سره ملګرتیا پاکستان لپاره له تاوان پرته بل څه ندي درلودلي .
عمران خان له هیوادونو سره په اړیکو کښې د پاکستان په خپلواکي ټینګار وکړ . عمران خان اسلام اباد ته د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو د لیک په لیږلوپه نیوکې سره وویل کله چی پاکستان د افغانستان په جنګ کې له ناټو ملاتړ وکړ نو دغو هیوادونو د اسلام اباد د مننې په ځای د خپلې ماتې عامل پاکستان وباله ؤ اوس تمه لري چی اسلام اباد په پټو سترګو د هغو په غوښتنو عمل وکړی .
ده وویل د ناټو د غړیو هیوادونو سفیران ولې هندوستان ته لیک نه ورلیږی چی په ښکاره د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ کوی . عمران خان وویل ناټوباید پوهه شی چی پاکستان په هیڅ وجه د هغو غلام ندې .
امریکا او اروپایی هیوادونه له پاکستانه غواړی چی په یوکرین د روسیې حمله وغندی .