زمونږ په ډیموکراټیک اقدام کښې لاسوهنه مه کوئ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113214-زمونږ_په_ډیموکراټیک_اقدام_کښې_لاسوهنه_مه_کوئ
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د تحریک انصاف ګوند د حکومت ائتلافیانو او ملګرو ته وویل چې پیپلز ګوند به هیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې په پارلمان کښې د لومړي وزیر عمران خان پرضد د نا باور رایې د ناکامولو لپاره غیر قانوني لارې چارې استعمال کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 08:39 Asia/Kabul
  • زمونږ په ډیموکراټیک اقدام کښې لاسوهنه مه کوئ

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د تحریک انصاف ګوند د حکومت ائتلافیانو او ملګرو ته وویل چې پیپلز ګوند به هیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې په پارلمان کښې د لومړي وزیر عمران خان پرضد د نا باور رایې د ناکامولو لپاره غیر قانوني لارې چارې استعمال کړي .

بلاول بوټو زرداري وویل زه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت ائتلافیانو ، ملاتړو او ملګرو ته خبرداری ورکوم چې د لاسپوڅي لومړي وزیر عمران خان د حکومت د بچولو لپاره په سیاست کښې لاسوهنه مه کوي او زیاته یې کړه دا د تاسو لپاره اخري چانس دی چې وښیې د هیواد له خلکو سره ولاړ یاست .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پارلمان  مخ ته په ډي چوک سیمه کښې لس ورځني عوامي مارچ ته په لاریون کښې چې بیګا ختم شو وویل پیپلز ګوند خپل لاریون پیل کړ چې هیواد بچ کړي او د ذوالفقار علي بوټو او د بې نظیر بوټو مشن او ماموریت بشپړه کړي چې خلکو ته خپل اساسي حقوق او ټولو صوبو ته د خپلو سرچینو مالکیت ورکړي .

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه د لومړي وزیر عمران پرضد د ناباور رایه د پیپلز ګوند د کارکوونکو ډیموکراټیکه وسله ده او دوې به دغه وسله کور ته د انتصاب شوي لومړي وزیر  عمران د استولو لپاره  استعمال کړي .

هغه وویل کراچۍ ، حیدر اباد ، ملتان ، لاهور او د هیواد ټولو خلکو فیصله کړي ده چې ځانونه له انتصاب شوي لومړي وزیر څخه خلاص کړي .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وویل دغه ګوند د حکومت د راپرځولو لپاره په غیر ډیموکراټیکو لارو باور نلري او زیاته یې کړه زمونږ ګوند په پارلمان کښې د ناباور رایې او په واټونو کښې د اعتراضونو په وسیله له واک څخه د لومړي وزیر عمران خان د لیرې کولو غوښتونکی دی .