عمران خان د روسیې خلاف د اروپايي اتحادیې په دریځ نیوکه وکړه
(last modified Thu, 10 Mar 2022 08:02:39 GMT )
Mar 10, 2022 12:32 Asia/Kabul
  • عمران خان د روسیې خلاف د اروپايي اتحادیې په دریځ نیوکه وکړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روسیې پر ضد د اروپايي اتحادیې په دریځونو نیوکه کړې ده

د روسیې او یوکراین ترمینځ جنګ په دوران کښې اروپايي اتحادیې د امریکې او ناټ، د اهدافو په لړ کښې، د روسیې خلاف نوي بندیزونه لګولي دي.

په لړ کښې د پاکستان وزیراعظم د روسیې د غندلو لپاره اسلام آباد ته د اروپايي اتحادیې په ټینګار باندې نیوکه وکړه او ویې ویل: ناټو له ترهګرۍ سره په جګړه کښې د پاکستان په خدماتو سترګې پټې کړې او اروپايي اتحادیه هم د کشمیر په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په لړ کښې د هندوستان د اقداماتو په وړاندې غلې پاتې شوه.

عمران خان د کراچۍ د خلکو په ټول کښې څرګنده کړه: اروپايي اتحادیې په دې وروستیو کښې پاکستان ته یو لیک رالیږلی او ټینګار لري چې باید د روسیې خلاف خبرپاڼه خپره کړو او په ملګرو ملتو کښې د روسیې غندنې ته راې ورکړو.

د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې اسلام آباد خپلواکه دی او هیڅکله له اروپايي اتحادیې څخه حکم نه اخلي.

د ویلو ده چې د روسیې حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې په ختیځې اروپا او یوکراین کښې د ناټو د پراختیا غوښتنې په هکله په خبرداري سره، امریکې او ناټو ته د امنیتي ضمانت وړاندیزونه وکړل خو هغوي ونه منل او داشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرورۍ په ۲۴ نیټه په یوکراین باندې د پوځي حملې حکم ورکړ.