په پاکستان کې له قرآن سره د   انس نړیوال محفل  ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113314-په_پاکستان_کې_له_قرآن_سره_د_انس_نړیوال_محفل_ترسره_شو
دغه محفل  د پاکستان د سند پوهنتون د عربی او فارسي ژبو  د موسیسې له خوا  د  مصر ، سورئې ، ایران ،پاکستان پشمول د یوشمیر هیوادونو  دنړیوالو قاریانو په شتون سره  د قرائت د حسن  په عنوان سره ترسره شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2022 03:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې له قرآن سره د   انس نړیوال محفل  ترسره شو

دغه محفل  د پاکستان د سند پوهنتون د عربی او فارسي ژبو  د موسیسې له خوا  د  مصر ، سورئې ، ایران ،پاکستان پشمول د یوشمیر هیوادونو  دنړیوالو قاریانو په شتون سره  د قرائت د حسن  په عنوان سره ترسره شو.

 زمونږ خبریال د ایکنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، په پاکستان کې د  څو نړیوالو قاریانو په شتون سره  له قرآن کریم سره د انس محفل  ترسره شو .

په راپور کې وئيل شوي دي ،  دغه محفل  د پاکستان د سند پوهنتون د عربی او فارسي ژبو  د موسیسې له خوا  د  مصر ، سورئې ، ایران ،پاکستان پشمول د یوشمیر هیوادونو  دنړیوالو قاریانو په شتون سره  د قرائت د حسن  په عنوان سره ترسره شو.

د پاکستان دسند پوهنتون  مرستیال مشر   محمد صدیق کلهړو  په دغه محفل کې پخپلې وینا کې  ووئیل ،  په دغه هیواد کې قراني مدرسې  د قرآن دحافظانو د روزلو پروګرامونه لری او په دې څانګې ئې په همدا وروستیو کې ډير پرمختګ کړی دی .