پاکستان به دسیمې دهیوادونو له اجماع وروسته د طالبانوحکومت په رسمیّت وپيژني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113642-پاکستان_به_دسیمې_دهیوادونو_له_اجماع_وروسته_د_طالبانوحکومت_په_رسمیّت_وپيژني
 په ملګروملتو کې دپاکستان سفیر  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  په دې باب د پاکستان پر دریځ دملګروملتو رایه کومې اغیزې شیندي ، ووئيل ، مونږ به یوازې هاله  په افغانستان کې د طالبانو حکومت  په رسمیّت وپيژنو چې  په دې موضوع کې په تیره بیا د سیمې په هیوادونو کې   د نظر یووالی وجود ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • پاکستان به دسیمې دهیوادونو له اجماع وروسته د طالبانوحکومت په رسمیّت وپيژني

 په ملګروملتو کې دپاکستان سفیر  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  په دې باب د پاکستان پر دریځ دملګروملتو رایه کومې اغیزې شیندي ، ووئيل ، مونږ به یوازې هاله  په افغانستان کې د طالبانو حکومت  په رسمیّت وپيژنو چې  په دې موضوع کې په تیره بیا د سیمې په هیوادونو کې   د نظر یووالی وجود ولري .

په ملګروملتو کې د پاکستان استازي په یو لړ څرګندونو کې ووئيل ،  اسلام اباد  به دسیمې د هیوادونو په اجماع پسې  په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژندي .

 فارس خبری آژانس راپور روکړ، په ملګروملتو کې د پاکستان استازي منیراکرم  په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ،فی الحال د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پیژندلو هیح اراده نه لري ، ا لبته د  سیمې دهیوادونو په اجماع پسې به دغه کار ترسره کړي .

 دطالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې موضوع   هاله چې د ملګروملتو امنیت شورا  په پنځلسو غړو کې  په ډيپلومآټيکه سویه د حکومت په رسمیّت پيژندنې پرته  د طالبانو  دحاکمیّت لاندې افغانستان سره د رسمی اړیکو ټینګولو ته رایه  بیا مطرح کړه ، نو روسیې هم سپينه رایه ورکړه .

 پاکستان لومړنی هیواد ؤ چې  د افغانستان له نوي واکوالانو سره ئې په چلند کې دلازیات نرمښت غوښته وکړه ، خو اسلام اباد تر دې دمه  دطالبانو حکومت په رسمیّت نه دی پیژندلی .