د پاکستان ملی ورځ  په پرتم سره ولمانځل شوه 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i113792-د_پاکستان_ملی_ورځ_په_پرتم_سره_ولمانځل_شوه
  په دغه ولولناک پریډ کې  چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پوځ  ستر قوماندان ، دفاع وزیر ، دپوځ لوي درستیز ، د درستو ځواکونو قوماندانان، د نورو هیوادونو سفیران ،  او د اسلامی ملګرتیا  موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې دګډون کونکو په شتون سره ترسره  شو ، د پاکستان دپوځ  نوي وسلې ،تجهیزات ، شاهین او غوري  په نامې سره  توغندي  او ډول ډول جنګي الوتکې  او نور وسایل هم نندارې ته وړاندې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان ملی ورځ  په پرتم سره ولمانځل شوه 

  په دغه ولولناک پریډ کې  چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پوځ  ستر قوماندان ، دفاع وزیر ، دپوځ لوي درستیز ، د درستو ځواکونو قوماندانان، د نورو هیوادونو سفیران ،  او د اسلامی ملګرتیا  موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ناستې کې دګډون کونکو په شتون سره ترسره  شو ، د پاکستان دپوځ  نوي وسلې ،تجهیزات ، شاهین او غوري  په نامې سره  توغندي  او ډول ډول جنګي الوتکې  او نور وسایل هم نندارې ته وړاندې شول.

د پاکستان د مسلمان هیواد د جوړیدا دپریکړه لیک د تصویبیدا دکلیزې په مناسبت  په اسلام اباد کې د دغه هیواد د  پوځ د مختلفو ځواکونو  پرتمین پریډ د  ایران د اسلامی جمهوریت د مرستیال خارجه وزیر سعید خطیب زاده پشمول  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دغړو هیوادونو د استازو په شتون سره  ترسره شو .

  یو اتیا کاله مخکې  د ۱۹۴۰کال د مارچ په ۲۳نیټه   د محمد علی جناح په رهبرۍ سره په هند براعظمګي کې  مسلم لیګ مشرانو ،  په دغې سیمې کې د یوه اسلامی هیواد  دجوړیدا پریکړه لیک صادر کړ چې دغه پریکړه لیک وروسته په قرارداد پاکستان مشهور شو .

 دغه برخلیک ټاکونکي ناسته په هغه وخت کې د مسلم لیګ  د رهبر قاید اعظم  محمد علی جناح  په مشرۍ د پاکستان له خپلواکۍ اوه کاله مخکې ترسره شوې وه .

 د پاکستان  ولسمشر عارف علوي   په دغو دستورو کې  پخپلې وینا کې د پاکستان دملی ورځ  په مناسبت  ترسره شوه ، ، د امنیت  لپاره د سولې ، هوساینې  او ګډون لپاره پر مشترک  هوډ ټینګار وکړ .  ډاکټر  عارف علوي  په سیمې کې د شخړو د سوله ایز حل په ضرورت په ټينګار سره ،   ګډو موخو په تیره بیا  له اسلامه د ویرولو  له سپيرې ښکارندې سره د ګډې مقابلې په لاره کې  له اسلامی  هیوادونو سره  د  نزدې ملګرتیا لپاره  دخپل هیواد پر ژمنتیا او کلک هوډ ټينګار وکړ .

Image Caption