عمران خان ته د پاکستان د پارلیمان د عدمِ اعتماد راې
په پاکستان کښې د څو اونیو له سیاسي کشالې وروسته د دغه هیواد په پارلیمان کښې د واکمن ګوند مخالف استازي بلآخره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان حکومت ته د ناباور راې د طرحې په تصویبولو کښې کامیاب شول
د پاکستان وزیراعظم ته د عدمِ اعتماد د طرحې لپاره د راې اخیستنې غونډه چې پرون په قومي اسمبلۍ کښې پیل شوې وه، څو ځلې له ځنډیدو وروسته آخر تیره نیمه شپه ترسره شوه.
د مسلم لیګ نواز ګوند، پيپلز پارټۍ، جمعیت علمای اسلام، بلوچستان عوامي پارټۍ، جمهوري وطن ګوند او د عوامي ملي پارټۍ په شمول د پاکستان د اپوزیشن د ګډې جبهې استازو د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته د عدمِ اعتماد راې ورکړه.
په دغې راې اخیستنې کښې ۱۷۴ نمایندګانو د عمران خان خلاف د عدمِ اعماد طرحې ته مثبته راې ورکړه او ۱۱۰ استازو هم منفي راې ورکړه.
عمران خان ته د پاکستان د پارلیمان د عدمِ اعتماد په راې سره چې هغه یې سرچینه د اسلام آباد د خپلواکه سیاست د ختمولو لپاره د امریکې په چورلیزتوب سره بهرنی دسیسه ګڼي، دغه هیواد په راتلونکو اونیو او میاشتو کښې د سیاسي بدلونونو او حتی ټولنیزو ناکراریو ډګر جوړیدی شي.
د عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د جګ پوړو چارواکو له نظره، د هغه حکومت له افغانستانه له وتنې وروسته امریکې ته د پاکستان د یوشمیر پوځي اډو د نه سپارلو او هم داشان د یوکراین د جنګ په حالاتو کښې روسیې ته د عمران خان د وروستي سفر په شمول د سپینې ماڼۍ له زیاته غوښتنو سره د مخالفت په وجه، د پاکستان د مخالفو سیاسي ګوندونو او سپينې ماڼۍ او د سیمې د یوشمیر هیوادونو ترمینځ د یوې نه لیکل شوې موافقې قرباني شوی دی.
له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۸ کاله پورې د مختلفو پړاؤنو په اپوټه له ۲۰۱۸ نه تر دې وخته پورې د عمران خان د وزیراعظمۍ په پړاؤ کښې پاکستان د افغانستان په جنګ کښې له امریکې سره له احتیاطه ډکه ملګرتیا درلوده او هڅه یې وکړه چې له یو خپلواک دریڅه او د پاکستان د ملي ګټو په خیال ساتنې سره له سپينې ماڼۍ سره اړیکې ټینګې کړي.
د تیرو وختونو په اپوټه چې د پاکستان د وخت چارواکو د افغانستان د جګړې په بهیر کښې له امریکې سره نزدې ملګرتیاوې درلودې، عمران خان له واکمنیدو وروسته پرې نښودل چې هیواد یې د سیمې او د ګاونډي هیوادونو خلاف د سپینې ماڼۍ د اطلاعاتي جنګ لپاره په یو چاپیریال بدل شي.
له عمران خان سره د امریکې د کینې اوج پس له هغې و چې هغه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته سپينې ماڼۍ ته د پاکستان د یوشمیر پوځي اډو له ورکولو چورلټ انکار وکړ.
په داسې حالات کښې چې د امریکې د پروګرامونو یوه برخه د تحریک انصاف ګوند د واکمنۍ په دوران کښې د پاکستان له خوا اجرايي نه شوه، اټکل کیده چې سپينه ماڼۍ د عمران خان د څنګته کولو لپاره یوه ډرامه جوړه کړي او هغه د مخالفو سیاسي ګوندونو په مرستې سره اجرا کړي.
په تیره بیا دا چې عربستان هم د امریکې د سیمه ایز انډیوال په توګه د پاکستان په سیاسي ډګر کښې د عمران خان شتون د ځان په تاوان وباله او هم دا چاره سبب شوه چې ریاض د عمران خان د ګوښه کولو لپاره په پاکستان کښې دننه د خپلو پخوانیو انډیوالانو مرسته وکړي.
دا نظریه مطرح ده چې پاکستان د عمران خان له څنګته کیدو وروسته په ځینو برخو کښې د عمران خان د پړاؤ په یوشمیر سیاستونو کښې له بدلون سره مخامخیږي چې له سیاسي نظره له امریکې او عربستان سره اړیکې، له روسیې لرې کیدل، له طالبانو سره په تعامل کښې د کړنلارې بدلون او حتی له ګاونډیانو سره په اړیکو کښې بدلون په کښې شامل دي.
عمران خان ته د عدمِ اعتماد د راې په ورکړه کښې له بهرنۍ لاسوهنې سره په مخالفت کښې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د عمران خان د پلویانو د مظاهرو پیلیدو ته په پام سره دا احتمال شته چې دغه هیواد په راتلونکو وختونو کښې له مدني ناقراریو سره مخامخ شي، په تیره بیا دا چې عمران خان چې د پاکستان د خلکو په رایو سره وزیراعظم جوړ شوی و، د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدو ته پاتې یو کال، د عمومي اقبال د بیاترلاسه کولو او د خپل حکومت په نسکورولو کښې د بهرنیو عواملو د رول په هکله د ایشوا کونې لپاره یو فرصت ګڼي.
*/*/*/*/*/*