د عمران خان دولت پرضد د امریکا او عربستان ګډه ملګرتیا
عمران خان لومړنې کس ندې چې ددغې دسیسې قربانی شوې دې .
د پاکستان څنګته شوې لومړې وزیر عمران خان باور لری چی د امریکا د دسیسې قربانی شوې دې .
داسې ډیر دلایل او ځانګړنې شته دي چی دا باور پیاوړې کوی . که دغه څنګته کونه د یوه نسبتا اوږده بهیر نتیجه وې نو یوه حده د منلو وړ کیدلې شوه خو د څنګته کولو چټکتیا او څرنګوالی یوه پروژې او سپینې کودتا سره ورته والې درلوده .
عمران خان لومړنې کس ندې چې ددغې دسیسې قربانی شوې دې . په عراق کی له دې سره سره چی د عادل عبدالمهدی دولت تراوسه دوه کاله پاتې شوو او د خپل لومړی وزارت په وخت کې یې نسبتا مثبت او کارنده کړچار درلوده ، خو لکه څرنګه چی هڅه یې وکړه په بهرنی سیاست کې خپلواکه عمل وکړی او یا له چین سره په نږدې کیدا سره یې کوشش وکړ چی د دغه هیواد له پوټینشل په عراق کې د بیا رغاونې د بهیر دچټکتیا لپاره استفاده وکړی د امریکا له غوسې سره مخامخ شو او د هدفمنو اعتراضونو په لاره اچولو سره په نهایت کې څنګته کیدا ته مجبوره شو او خپل ځای یې داسې اړونده حکومت ته وسپاره چی د امریکا د سیاستونو په لړ کې یې ګام کیښوده .
د لبنان د وخت د لومړی وزیر سعد حریری حکومت هم دې ته ورته دسیسې قربانی شوی وو او له دې سره سره چی حکومت خپل عادی فعالیت کاوه خو لکه څرنګه چی د پارلیمان زیاتره غړي د مقاومت له چورلیز سره نږدې وو ، نو امریکا سعد حریری استعفا ته مجبوره کړ او په دې ډول د سیاسی خلا سبب شوه .
دغه موردونه ښی چی هغه دولتونه چی د امریکا د غوښتنو په وړاندې مقاومت کوی ، له داسې برخلیک سره مخا مخ کیږی . خو په دې کې توپیر دا دې چی دغه نوموړی کسان د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کې څنګته شول ، خو د عمران خان څنګته کیدا د دیموکرات ګوند بایډن په حکومت کې ترسره شول چی دا ښی په داسې موردونو کې د بایدن دولت هم هماغه د ټرمپ لاره غوره کوی .
د پام وړ بل ټکې دا دې چی امریکا دسپینو کودتاګانو او څنګته کونو کې یوازې نه وه او له عربو او صیهونیسټ متحد ملاتړه برخمنه ده او داسې ښکاری چی د عمران خان په څنګته کولو کې عربستان هم فعال رول لوبولې دې .
که امریکا له عمران خان په بهرنی سیاست کې د بی پلویتوب او انډوله سیاست د غوره کولو په دلیل ناراضی وه چی پاکستان یې روسیې او چین ته نږدې کړ ، عربستان هم په دې چی عمران خان د یمن په جنګ کې د پاکستان د ورګډیدا غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ خپه او غوسه وو .
له دې چی ورتیر شو داسې ښکاری امریکا ، عربستان او د هغو نور متحدان په دې چی په افغانستان کې د طالبانو په راتلو سره د ایران او افغانستان ترمینځ په اړیکو کې تضاد او تاوتریخوالې ندې رامینځته شوې ، ډیر غوسه دي نو ځکه داسې ښکاری چی په پاکستان کې د قدرت د ځای پر ځای کولو له لارې په افغانستان کې د بی ثباتۍ او د ایران په شمول له ګاونډیو حکومتونو سره د کابل دولت په اړیکو کې د ګډوډی رامینځته کولو نیت لری او له دې پلوه په پاکستان کې د قدرت ځای پر ځای کولو له لارې سیمه ایز هدفونه هم تعقیبوی .
په دې اساس د پاکستان وروستی بدلونونه په هیڅ وجه یوازې یوه داخلی موضوع نشی بلل کیدلې بلکې سیمه ایز او حتی نړیوال اړخونه لري چی ډیرې بدې پاییلې درلودلې شی خو دا چی که د پاکستان داخلی شسیاسی پوهان او مشران داسې لاره پیدا کړی چی په چټکه توګه سیاسی کړکیچ کنټرول کړې شی .