خیبرپښتونخوا کښې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
Apr 13, 2022 03:23 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د پاکستان پوځ تیره شپه د خیبر پښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان سیمه کښې په یوه ډله پاکستاني پوځیانو باندې د وسله والو کسانو د ډزو له امله د دوو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ
د پاکستان پوځ تیره شپه د خیبر پښتونخوا صوبې په جنوبي وزیرستان سیمه کښې په یوه ډله پاکستاني پوځیانو باندې د وسله والو کسانو د ډزو له امله د دوو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ
د پاکستان پوځ ویلي چې په جنوبي وزیرستان کښې د پاکستان د پوځي ځواکونو په لاره کښې د وسله والو کسانو د کمین او ډزو له امله دوه پوځي افسران او دوه وسله وال بریدګر مړه شوي دي.
د پاکستان تحریکِ طالبان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې حملې پړه منلې ده.
ټیګونه