عمران خان د ټاکنو تراعلانه د مظاهرو غوښتنه وکړه
عمران خان همداراز وویل وخت رارسیدلې دې چی مونږه دا فیصله وکړو چی غلامی یا ازادی مو قبوله ده ؟او ایا د امریکا غلامی به کوو یا ازادی ترلاسه کول غواړئ ؟
د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم د پاکستان پخوانی لومړی وزیرعمران خان په پیښور کې د زرګونو خلکو په ټول کې اعلان وکړ چی د انتخاباتو تر اعلانه به په واټونو کې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی .
ده همداراز په خپله وینا کې وویل چی پاکستانې ولس له بهره تپل شوی حکومت نه منی . ده همداراز د پاکستان له قضاییه قوې هم پوښتنه وکړه چی ایا ما کوم جرم کړې دې چی په شپه مو عدالت ولګوه .
ده وویل چی کله هم په هیواد کې کوم لومړې وزیر څنګته کړې شوې دې نو خلکو مټیانې ویش کړی دي خو زه د خپل قوم او خدای منندوې یم چی د اتبار په ورځ مو په درست هیواد کې پراخې مظاهرې ترسره کړې چی دا ښی تاسو د امریکا تپل شوې حکومت ندې تایید کړې .
عمران خان همداراز وویل وخت رارسیدلې دې چی مونږه دا فیصله وکړو چی غلامی یا ازادی مو قبوله ده ؟او ایا د امریکا غلامی به کوو یا ازادی ترلاسه کول غواړئ ؟ده وویل چی امریکا په ملت غله مسلط کړو چی دا د پاکستانی ولس سپکاوې دې .
په پاکستان کښې له يوې اونۍسياسي تاوتريخوالي وروسته د مسلم ليګ نواز څانګې مشر شهباز شريف د تېر ګل په ورځ د دغه هېواد د درويشتم وزيراعظم په توګه وټاکل شو.
له دې سره په يو وخت د پاکستان د تحريک انصاف ګوند ټول استازيو له وزيراعظمۍ څخه د عمران خان په څنګته کولو باندې په اعتراض کښې له خپلو پوسټونو استعفا ورکړه.له بلې خوا عمران خان د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت او امريکا په خلاف د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د سترو احتجاجي غونډو د جوړولو مهال وېش جاري کړې دې .