د ایران او د پاکستان اړیکې باید پراخې شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i114862-د_ایران_او_د_پاکستان_اړیکې_باید_پراخې_شي
ایسنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2022 09:47 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان اړیکې باید پراخې شي

ایسنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د پاکستان سفیر رحیم حیات قریشي په بیلابیلو زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخیدا غوښتنه وکړه .

رحیم حیات قریشي د پاکستان د حکومت په استازي توب د یوه پیغام په خپرولو سره د نوي لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د ټاکل کیدا په هکله د مبارکۍ د پیغام د استولو لپاره د اسلامي ایران د ولسشمر ابراهیم رئیسي قدرونه وکړه .

د پاکستان سفیر وویل اسلام اباد په بیلابیلو زمینو کښې له تهران سره د تعامل لیواله دی .

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه د شهباز شریف د انتخابیدا د مبارکۍ په پیغام کښې هیله وکړه چې مخ ته پرته لاره په ښه سویه د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراختیا سبب شي .